
ځایي سرچینې وایي چې په بلخ کې د یوې کورنۍ اووه غړي په مرموز ډول وژل شوي دي.
د بلخ د امنیې قوماندانۍ ویاند «محمد اصف وزیري» ویلي چې دغه پېښه تېره جمعه شپه د سلواغې ۱۴مه د چمتال ولسوالی اړوند په «جرقلعه» سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
نوموړی وایي، دغه اووه کسان چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي د نامعلومو کسانو لخوا په مرموز ډول وژل شوي او په خبره یې تر اوسه ددې پېښې انګېزه نه ده په ډاکه شوې.
چارواکي وایي، له پېښې وروسته امنیتي ځواکونه سیمې ته ورسېدل او په اړه یې څیړنې پیل کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د هېواد په مختلفو ولایتونو کې مرموزنې وژنې زیاتې شوې دي.
شاوخوا دوې اونۍ وړاندې د پخوانۍ ولسي جرګې غړې مرسل نبي زاده پلازمېنه کابل کې په خپل کور کې په مرموز ډول ووژل شوه.