
نړیوالو رسنیو خبر ورکړی، د هالنډ حکومت پرېکړه کړې، چې د دغه هېواد د پوځیانو لخوا د هوايي بریدونو قربانیانو تاوان ورکړي.
د «هاګ» ښار یوې سیمهییزې محکمې د تېر کال په نومبر میاشت کې د هالنډ له حکومته غوښتي وو چې د هالنډ لخوا په هوايي بریدونو کې د وژلشویو ملکیانو کورنیو ته تاوان ورکړي.
اسوشیټیډ پریس د هالنډ د دفاع وزیر، کاجسا اولنګرین له قوله پرون جمعه د سلواغې ۱۴مه ویلي چې حکومت د استیناف محکمه نه غواړي او د غرامت د ورکولو لپاره به د محکمې حکم عملي کړي.
څلور افغانان چې د محکمې په اسنادو کې یې نومونه نه دي یاد شوي، د هاګ په محکمه کې د هالنډ د حکومت پر ضد د دغه مرګوني برید په تور عریضه کړې ده.
د ۲۰۰۷ د جون د میاشتې په ۱۷ نیټه د هالنډي ځواکونو اف ـ ۱۶ جنګي الوتکو د ارزګان د چورې ولسوالۍ په مربوطاتو کې ۲۸ لارښود بمونه وغورځول چې د هالنډ د محکمې په وینا ۱۸ بمونه یې په محاصره شویو سیمو ولګیدل.
د هالنډ محکمې ویلي چې په همدې سیمه کې څو بمي چاودنې شوي چې له امله یې لږ تر لږه ۱۸ کسان وژل شوي دي.
محکمې ویلي چې دا روښانه شوې وه چې هالنډي ځواکونو په دې برید کې پوځي او ملکي هدفونه په سمه توګه سره جلا کړي نه وو.
د هالنډ د محکمې اسناد ښیي چې د دې مرګوني بمبارد په قربانیانو کې د یو کس مېرمن، دوه لوڼې، درې زامن او یوه ناوې هم شامله و چې محکمې ته یې شکایت کړی دی.
د هالنډ محکمې ویلي چې د دغه برید قربانیانو ته د تاوان دقیقه اندازه به په راتلونکي پړاو کې وټاکي.
دوه کاله وړاندې هم يو هالنډي سرتيري، چې په ۲۰۰۷ کې یې په افغانستان کې دنده ترسره کوله، ادعا وکړه چې ښايي هالنډي پوځيانو د ارزګان په چورې ولسوالۍ کې د استوګنې پر کورونو د درنو وسلو په ډزو سره ملکي افغانانو ته مرګژوبله اړولې وي.