د نوبل جایزې ګټونکې، ملالې یوسفزۍ پلار «ضیاالدین یوسفزي» د پاکستان د استازي د څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې د منير اکرم خبرې شرموونکې دي او دی باید د پاکستان له ۵۰ میلیونه پښتنو بښنه وغواړي.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي، منير اکرم دوې ورځې وړاندې د دغه سازمان په يوه غونډه کې وويل چې د افغانستان د اوسني حکومت لخوا د ښځو پر زده‌کړو او کار بنديز مذهبي نه، بلکې د افغانستان د پښتنو کلتور دی. 

اکرم ویلي وو چې دا د پښتنو کلتور دی چې ښځه باید په کور کې وي او دا کلتور يو حقيقت دى چې له سلګونو کلونو راهيسې پر ځاى پاتې دى.

ضیاالدین یوسفزي په یو ټویټ کې په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د استازي څرګندونې شرموونکې بللې او له منير اکرم یې وغوښتي چې باید د پاکستان له ۵۰ میلیون پښتنو بښنه وغواړي.

نوموړي په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي ته همداراز خطاب کړی او لیکلي یې دي: “تاسو هغه وخت نه وئ چې غازي امان الله خان په ۱۹۲۱ کې د نجونو ښوونځي پرانیستل.

هغه زیاته کړې چې په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د استازي نظر تعصب دی او ویلي یې دي چې د افغانستان په ښوونځیو او پوهنتونونو کې څلور میلیونه نجونې زده‌کړې کوي او په خیبر پښتونخوا کې د نجونو زرګونه ښوونځي او لسګونه پوهنتونونه فعال دي.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د استازي، منیر اکرم څرګندونو سخت غبرګونونه پارولي دي. په دغه سازمان کې د افغانستان د پلاوي مشر، نصیر احمد فایق ویلي، پر افغان ښځو او نجونو بندیزونه لګول د «طالبانو» کلتور دی او د افغانستان له کلتور سره هېڅ تړاو نه لري.

په افغانستان او پاکستان کې یو شمېر پښتنو هم د اکرم پر څرګندونو توند غبرګونونه پارولي دي. 

په تېر حکومت کې د افغانستان د دفاع مرستیال وزیر، شاه‌محمود میاخېل د اکرم څرګندونې «شرمونکې» بللې دي. 

همداراز د پاکستان د خیبر پښتونخوا پخواني سناتور، افراسیاب خټک هم دا څرګندونې ‘پښتنو ته سپکاوی’ بللی او اکرم یې پوښتېدلی: “آیا پاکستان اوس هم د طالبانو د استازي په توګه عمل کوي؟