
په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازي، منیر اکرم د نجونو د زدهکړو په اړه خپلې وروستۍ څرګندونې ناسمې بللې او له ټولو پښتنو یې بښنه غوښتې ده.
منیر اکرم تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو په یوه غونډه کې ویلي وو چې په افغانستان کې د نجونو پر زدهکړو بندیز د پښتنو کلتور دی او پښتانه له سلګونو کلونو راهیسې پر خپلو نجونو زدهکړه نه کوي.
د پاکستان دغه استازي تازه په خپلو دغو څرګندونو پېښمانه شوی او په دې برخه کې د پښتنو کلتور ته په درناوي قایل شوی دی.
ښاغلي اکرم نن جمعه د سلواغې ۱۴مه پر خپل ټویټر لیکلي چې په ملګرو ملتونو کې یې د افغان نجونو د زدهکړو په اړه ناسمې خبرې کړې وې او له ټولو پښتنو یې بښنه غوښتې ده.
په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازي دا هم ویلي چې له زدهکړو د نجونو منع کول نه په اسلام کې شته او نه یې د پښتنو کلتور بللی شو.
منیر اکرم همداراز ویلي چې د هغه دا څرګندونې د پاکستان استازیتوب نه کوي او له ټولو پښتنو د بښنې تر څنګ پښتون قوم ته درناوی لري.
په افغانستان کې د نجونو د زدهکړو د ځنډ په اړه په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د استازي وروستیو څرګندونو د افغانستان او پاکستان په ګډون پراخ نړیوال غبرګونونه را پارولي او له زدهکړو د نجونو منع کول هېڅکله د پښتنو کلتور نه دی بلل شوی.