د نوبل جایزې ګټونکې، ملالې یوسفزۍ د پاکستان د استازي د څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې د منير اکرم خبرې شرموونکې دي او دی باید د پاکستان له ۵۰ میلیونه پښتنو بښنه وغواړي.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي، منير اکرم دوې ورځې وړاندې د دغه سازمان په يوه غونډه کې وويل چې د افغانستان د اوسني حکومت لخوا د ښځو پر زده‌کړو او کار بنديز مذهبي نه، بلکې د افغانستان د پښتنو کلتور دی. 

اکرم ویلي وو چې دا د پښتنو کلتور دی چې ښځه باید په کور کې وي او دا کلتور يو حقيقت دى چې له سلګونو کلونو راهيسې پر ځاى پاتې دى.

د نوبل جایزې ګټونکې ملالې، یوسفزۍ په یو ټویټ کې په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د استازي څرګندونې شرموونکې بللې او له منير اکرم یې وغوښتي چې باید د پاکستان له ۵۰ میلیون پښتنو بښنه وغواړي.

نوموړي په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي ته همداراز خطاب کړی او لیکلي یې دي: تاسو هغه وخت نه وئ چې غازي امان الله خان په ۱۹۲۱ کې د نجونو ښوونځي پرانیستل.”

ملالې زیاته کړې چې په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د استازي نظر تعصب دی او ویلي یې دي چې د افغانستان په ښوونځیو او پوهنتونونو کې څلور میلیونه نجونې زده‌کړې کوي او په خیبر پښتونخوا کې د نجونو زرګونه ښوونځي او لسګونه پوهنتونونه فعال دي.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د استازي، منیر اکرم څرګندونو سخت غبرګونونه پارولي دي. په دغه سازمان کې د افغانستان د پلاوي مشر، نصیر احمد فایق ویلي، پر افغان ښځو او نجونو بندیزونه لګول د «طالبانو» کلتور دی او د افغانستان له کلتور سره هېڅ تړاو نه لري.

په افغانستان او پاکستان کې یو شمېر پښتنو هم د اکرم پر څرګندونو توند غبرګونونه پارولي دي. 

په تېر حکومت کې د افغانستان د دفاع مرستیال وزیر، شاه‌محمود میاخېل د اکرم څرګندونې «شرمونکې» بللې دي. 

همداراز د پاکستان د خیبر پښتونخوا پخواني سناتور، افراسیاب خټک هم دا څرګندونې ‘پښتنو ته سپکاوی’ بللی او اکرم یې پوښتېدلی: آیا پاکستان اوس هم د طالبانو د استازي په توګه عمل کوي؟”