عکس – کورنۍ رسنۍ

په خوست کې د شیخ زاید راډیو مسوولین وايي، د منظمې برېښنا نه‌درلودلو له امله یې خپرونې ځنډول شوې دي.  

مسوولینو ویلي، د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته یې نشرات پیل شوي وو، خو له تېرو اووه میاشتو راپدېخوا د منظمې برښنا د نه‌شتون له امله یې خپرونې بیا ځنډول شوې دي. 

د شیخ زاید پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي رییس، احمدضیا الهام کورنیو رسنیو ته منلې چې دې راډیو د منظمې برېښنا د نه‌درلودلو له امله نشرات ځنډولي دي.   

ښاغلي الهام ویلي، دوی اوس دېته منتظر ته دي چې سولري برېښنا سیستم ورته فعال شي او یو ځل بیا د شیخ زاید راډیو خپرونې پیل کړي. 

بلخوا د شیخ زاید پوهنتون یو شمېر محصلینو د دې راډیو د نشراتو پر ځنډېدو خپګان څرګند کړی او د خپلو عملي زده‌کړو په خاطر د نشراتو د بېرته پیلېدو غوښتنه کړې ده. 

شیخ زاید راډیو شاوخوا ۱۵ کاله وړاندې د یوې نادولتي موسسې لخوا جوړه شوه مخکنی نوم یې «ځوان غږ راډیو» و، خو د دوبۍ د امیر له مړینې وروسته په «شیخ زاید راډیو» ونومول شوه.