
د غور سیمهییز مسوولین وايي، د دغه ولایت او کابل لویه لاره د درنو واورو له امله یو ځل بیا د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.
باختر آژانس نن جمعه د سلواغې ۱۴مه خبر ورکړی چې د غور – کابل او د دغه ولایت مرکز ته غځېدلې د شپږو ولسوالیو لارې تړل شوې دي.
دوې ورځې وړاندې د غور – کابل لاره د درنې واورې له امله تړل شوې وه چې بیا له یوې شپې او وروسته بېرته پرانیستل شوه.
غور د افغانستان یو له غرنیو ولایتونو څخه دی او د دغه ولایت د یو شمېر ولسوالیو لارې هر ژمی د درنو واورو له امله تړل کېږي او مسافر له سختو ستونزو سره مخ کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ په شاوخوا ۲۰ ولایتونو کې درنه واوره ورېده.
تېره دوشنبه د اسلامي امارت مسوولینو ویلي وو چې د درنو واورو له امله د سالنګ لویه لار د سختو واورو او توفان له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوې وه، خو بېرته د مسوولینو په هڅو پرانیستل شوې ده.