
د خیبر پښتونخوا مسوولین وايي، د دغه ایالت د مرکز پېښور تر څېرمه په یو تونل کې د ترافیکي پېښې له امله لږ تر لږه ۱۷ کسان مړه او ۲۰ نور ټپيان شوي دي.
رسنیو د دغه ایالت د مسوولینو په حواله خبر ورکړی چې دا پېښه په «کوهاټ» تونل کې د یو مسافروړونکي بس او تراکتور د ټکر له امله شوې ده.
د راپورونو له مخې، په دې پېښه کې درې ښځې او دوه ماشومان هم مړه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې په بلوچستان کې د یوې ترافیکي پېښې له امله شاوخوا ۴۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړ.
د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، چې د خیبر پښتونخوا په ګډون په یو شمېر سیمو کې د وروستیو ترافیکي پېښو ستر لاملونه د چلوونکو بېاحتیاطي او د موټرو ناسم ترمیم بلل شوي دي.
په دې وروستیو کې د افغانستان په ډېرو سیمو کې هم د ترافیکي پېښو زیات راپورونه ورکړل شوي چې له امله یې لسګونه هېوادوالو ته مرګژوبله اوښتې ده.