د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ ادارې یا یونیسف «فران اکیزا» د افغانستان لپاره د خپل نوي استازي په توګه ټاکلی دی.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق نن جمعه د سلواغې ۱۴مه په خپل ټویټ کې لیکلي چې فران اکیزا په افغانستان کې د دغه سازمان د نوي استازي په توګه کار پیل کړی دی.

ښاغلي فران اکیزا په ټویټر لیکلي: “ویاړم چې په افغانستان کې زموږ فوق‌العاده بشري ټیم سره یوځای شوم، چې د نړۍ په یوه تر ټولو لوی بشري ناورین کې د ماشومانو، میندو او ټولنو لپاره نه ستړي کیدونکي کار کوي.”

تر دې مخکې «محمد آگ آیویا» په افغانستان کې د یونیسف استازی و.

فران اکیزا، د هسپانوي مرستندویه کارکوونکی، پخوا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږي کوونکي په توګه د نړیوالو بشري کارونو او مرستو مشري کوله.