د اسلامي امارت مسوولینو منلې چې د پوهنتون استاد، اسماعیل مشعل د تحقیقاتو په موخه د امنیتي ځواکونو لخوا نیول شوی دی.

استاد مشعل چې د نجونو پر زده‌کړو د بندیز له سختو منتقدینو څخه و، پرون پنجشنبه د سلواغې ۱۳مه د غرمې شاوخوا ۱۲ بجې د اسلامي امارت د ځواکونو له خوا ونیول شو.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو رییس، عبدالحق حماد تېره شپه ناوخته د استاد مشعل نیول کېدل تایید کړي دي.

حماد د ښاغلي استاد مشعل د نیول‌کېدو په اړه لیکلي چې مشعل له څه مودې راهیسې د نظام پر ضد پاروونکې کړنې ترسره کولې.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو رييس زياته کړې: “هغه خبريالان راټول کړي وو او ګډوډي يې پيل کړې وه، نو امنيتي ارګانونو يې د څېړنو لپاره ونيوه.”

د پوهنتون استاد، اسماعیل مشعل چې په دې وروستیو کې یې د اسلامي امارت له لوري د نجونو پر زده‌کړو د بندیز په اعتراض کې په ژوندۍ تلویزیوني خپرونه کې خپل علمي اسناد څیرې کړل، په دې وروستیو کې یې د «اقرا» یا «لوستلو» له شعار سره یوه ګاډۍ جوړه کړه او غوښتل یې چې په دریو ورځو کې شاوخوا ۲۱ زره جلده کتابونه په ښار کې لوستو خلکو ته ډالۍ کړي. 

اسماعیل مشعل ویلي چې د افغان ښځو او نجونو پر زده‌کړو د بندیز په اعتراض کې یې خپل شخصي ښوونځي او دارالعلومونه تړلي او په درېیو پوهنتونونو کې یې د استادۍ له دندې هم استعفا کړې ده.