د بادغیس سیمه‌ییزو مسوولینو خبر ورکړی چې د دغه ولایت په مرکز کې د اسلامي امارت یو عسکر په تېروتنه خپل ځان پخپله په ډزو وژلی دی.

د بادغيس امنيې قوماندانۍ نن جمعه د سلواغې ۱۴مه په یوه خبرپاڼه کې ويلي چې د پوليسو يو سرتېری تېره شپه د خپلې وسلې د پاکولو پر مهال په خطایي ډزو ژوند له لاسه ورکړی دی.

هغه ویلي: “له بده مرغه تیره شپه د بادغیس د امنیه قومندانۍ د کورنیو پولیسو یو تن مجاهد عسکر، چې د وسلې په پاکولو بوخت و، په غلطۍ سره په خپله مرمۍ لګېدلی او شهید شوی دی.”

په بادغیس کې د اسلامي امارت مسوولینو د دغه وژل‌شوي کس د هویت په اړه څه نه دي ویلي. 

تر دې وړاندې هم په بېلابېلو سیمو کې ورته پېښې شوې دي.  

په افغانستان کې د دا ډول پېښو ستر لاملونه له وسلې سره بې‌احتیاطي بلل شوې ده.