د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي، توماس وسټ له یو شمېر آلماني چارواکو سره د افغان مېرمنو د وضعیت او کار ته د هغوی د بیا راستنېدو په اړه خبرې کړې دي.

ښاغلي وسټ نن جمعه د سلواغې ۱۴مه په یو ټویټ کې لیکلي چې د جرمني له چارواکو سره یې د کار لپاره د ښځو د راستنېدو په اړه خبرې کړې چې د افغانستان خلکو ته د حیاتي مرستو د برابرولو په برخه کې فعالیت وکړی.

د لویدیځ په وینا، دا د اړو افغانانو او ټولو هغو هیوادونو لپاره وخت دی چې یو باثباته اقتصاد غواړي.

ښاغلي وسټ زیاته کړې چې هغه له هغو افغان میرمنو سره هم لیدلي چې د میندو د روغتیا او زده‌کړو د پروګرامونو ملاتړ کوي.

اسلامي امارت پر افغانستان له بیا ځلي واکمنېدو وروسته د افغانستان پر ښځو او نجونو پراخ غبرګونونه لګولي دي.  

د افغانستان اوسني حکومت لومړی تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې وتړلې. په دې وروستیو کې د پوهنتونونو زده‌کړې وځنډولې او همداراز یې په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز لګولی دی.

توماس ویسټ پاکستان، جرمني او سویس ته خپل سفر د سلواغې په ۱۰مه پيل کړی او ویلي یې دي چې په افغانستان کې د ګډو ګټو په اړه د امریکا له متحدینو، افغانانو او مرستندویه موسسو سره به سلا مشورې کوي.