د افغان کریکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر راشدخان د کریکټ نړیوالې شورا لخوا د شل اوریزو لوبو د توپ اچوونکو په تازه درجه بندۍ کې لومړۍ ځای خپل کړی دی.

راشدخان په دې درجه بندۍ کې  ۶۹۸ نومرې لري او د سریلانکا توپ اچونکي وانیندو هسرنګا د ٦٩٥ نومرو په لرلو دویم مقام تر لاسه کړی دی.

په دې تازه درجه بندۍ کې یوه بل افغان لوبغاړي مجیب الرحمن ځدراڼ اتم مقام ترلاسه کړی دی.

هاخوا د شل اوریزه لوبو د توپ وهونکو تازه درجه بندۍ کې هندي بېټسمن یا توپ وهونکی سوریاکمار یادو په خپل مقام پاتې شوی او پاکستانی محمد رضوان ورپسې دویم ځای لري.

دا په داسې حال کې ده چې راشدخان اوسمهال د نړۍ په کچه دویم هغه بالر دی چې په شل اوریزو لوبو کې یې پنځه سوه ویکټې اخیستې دي.