
د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي پاکستان، جرمني او سويس ته د خپل سفر په پيل کې اسلام اباد ته سفر کړى او د دغه هېواد د بهرنيو چارو له مرستيال وزير سره يې کتلي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې، ممتاز زهرا بلوچ نن سهشنبه د سلواغې ۱۱مه ویلي چې د دغه وزارت مرستیال، اسد مجید خان د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي، توماس وسټ سره کتلي او دواړو لورو د افغانستان او سیمې پر مسایلو خبرې کړي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال له اسلامي امارت سره د تعامل د ټینګار تر څنګ ویلي چې د سولې او ثبات د رامنځتهکولو لپاره د هغه هېواد مکلفیتونه پاتې دي.
زهرا بلوچ، د اسد مجید خان له قوله ویلي چې هغه د افغانستان خلکو ته د بشري مرستو رسولو پر اړتیا ټینګار کړی دی.
ویل کېږي چې په دې کتنه کې دواړو لورو په سیمه کې د سولې او ثبات په اړه خبرې کړې او د دوهاړخیزو همکاریو پر ټینګښت غږېدلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت دوې ورځې وړاندې پاکستان، جرمني او سويس ته د افغانستان په چارو کې د دغه هېواد د ځانګړي استازي، توماس وسټ د سفر خبر ورکړی و.
ټاکل شوې چې ښاغلی وسټ له پاکستان وروسته جرمني یا سویس ته ولاړ شي او په افغانستان کې د ښځو د حقونو د ملاتړ په برخه کې له خپلو همکارانو سره سلا مشورې وکړي.