
د پېښور په یو جومات کې د خونړي برید له امله ۶۱ کسان وژل شوي او ۱۵۷ نور ټپیان شوي.
تر چاودنې وروسته په لومړیو کې د تحریک طالبان پاکستان یو قومندان د برید پړه ومنله، خو څو ساعته وروسته د دې ډلې ویاند د یوې بیانیې په خپرولو سره په دې ځانمرګي برید کې لاس لرل رد کړي دي.
دا چاودنه پرون دوشنبه د سلواغې ۱۰مه د خیبر پښتونخوا د پولیسو مرکز ته څېرمه د لمانځه پر مهال په یوه جومات کې وشوه.
د پاکستان امنیتي چارواکو په وینا، د چاودنې له امله د جومات د چت یوه برخه نړېدلې او ګڼ شمېر لمونځ کوونکو ته پکې مرګژوبله اوښتې ده.
د پاکستان امنیتي چارواکو دا یو ځانمرګی برید بللی او ویلي یې دي چې بریدګر د لمانځه په لومړي صف کې ولاړ و.
له دغه برید وروسته د تحریک طالبان پاکستان یو قوماندان «سربي کف مهمند» په ټویټر لیکلي چې دا چاودنه د دوی کار و او په وینا یې چې دا بريد يې د دې ډلې د قوماندان، خالد خراساني د وژلکېدو په غبرګون کې کړى دى.
خو تر دې څرګندونو څو ساعته وروسته د تحریک طالبان پاکستان ویاند، محمد خراساني په برید کې لاس لرل رد کړي او ویلي یې دي په جوماتونو، ښوونځیو او نورو عامه ځایونو کې هر ډول برید ناروا او د قانون خلاف دی.
فرانس پرس خبري آژانس خبر ورکړی چې په دې پیښه کې د وژل شویو کسانو شمیر ۶۱ او د ټپیانو شمیر ۱۵۰ تنو ته رسیدلی دی.
په ورته وخت کې د پاکستان لومړي وزیر، شهباز شریف په یوه اعلامیه کې دغه ځانمرګی برید په کلکه غندلی او ویلي یې دي چې د دغه برید تر شا کسان ‘له اسلام سره هیڅ تړاو نه لري.’ او په وینا یې: “ټول ملت د ترهګرۍ د ګواښ پر وړاندې متحد دی.”
د یادولو ده چې تحریک طالبان پاکستان یا ټيټيپي د ۲۰۲۲ په نومبر کې د اسلامي امارت په منځګړیتوب د پاکستان له حکومت سره شوی اوربند لغوه کړ او خپلو جنګیالیو ته یې امر وکړ چې په ټول پاکستان بریدونه پیل کړي.