د پېښور د پولیسو یوه مرکز اړوند جومات کې د چاودنې له کبله د وژل شویو کسانو شمېر ٥٩ ته لوړ شوی او په دې پېښه کې ١٥٧ تنه نور ژوبل شوي دي.

د پېښور د لیډي ریډینګ روغتون مسوولانو رسنیو ته ویلي چې په دې پېښه کې ٥٩ تنه وژل شوي او ١٥٧ نور ټپیان شوي دي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې؛ دغه پېښه د پېښور د ”پولیس لاین“ سیمې اړوند د پولیسو یوه مرکز په جومات کې د ماسپښین د لمانځه پر مهال رامنځ ته شوې ده.

له دغې چاودنې څو ساعته وروسته د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف او د دغه هېواد د پوځ لوی درستیز عاصم منیر پېښور ته رسېدلي دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله دا یو ځانمرګی برید بللی او ویلي یې دي، د پېښې ډېری قربانیان پولیس دي.

اسلامي امارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په جوماتونو کې په عبادت کوونکو باندې برید غندي او داسې کړنې د اسلام د مبارک دین له احکامو سره په تضاد کې بولي.