په سویلي افریقا کې له ۱۹ کلنۍ د کم‌عمره نجونو شل اوریز نړیوال جام په پایلوبه کې هندوستان انګلنډ ته د ۷ ویکټو په توپیر ماته ورکړه.

په دې لوبه کې لومړی انګلنډ لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سیالې لوبډلې ته ۶۹ منډې وټاکه.

هندوستان لوبډلې یاد هدف د ۳ لوبغاړو په سوځېدو د لوبې په ۱۴ ام اور کې پوره کړ او د دې جام اتله لوبډله اعلان شوه.

هندي لوبغاړې «شوېتا سیهراوت» د دې سیالیو په لړ کې تر ټولو توپ‌وهونکو ښه لوبه کړې او په ۷ لوبو کې یې ۲۹۷ منډې کړې دي.

همداراز د توپ‌اچونې په برخه کې اسټرلیایۍ «ایلن کلارک» تر ټولو زیاتې ۱۲ وېکټې اخیستې دي.

دا سیالۍ د لومړي ځل لپاره د کرکټ نړیوالې شورا له لوري په سویلي افریقا کې د ۱۶ هېوادونو د لوبډلو ترمنځ شوې دي.

د یادولو ده چې د کرکټ نړیوالې شورا د غړي هېواد، افغانستان لوبډلې په دې سیالیو کې برخه نه وه اخیستې.