
پاکستاني رسنیو د پېښور په یو جومات کې د زورورې چاودنې خبر ورکړی چې له امله یې لسګونه کسان وژل شوي دي.
د راپورونو له مخې، دا چاودنه نن دوشنبه د سلواغې ۱۰مه (د جنورۍ ۳۰ مه) د پېښور ښار د «پولیس لاینز» په سيمه کې د پاکستان د پوليسو اړوند په يوه جومات کې شوې ده.
د لومړنیو شمېرو پر بنسټ، په دې چاودنه کې لږ تر لږه ۵۰ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د پاکستان حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي او نه هم کوم کس یا ډلې د دې پېښې مسوولیت منلی دی.
خامه پرس ته په لېږلشوې ویډیو کې له چاودنې وروسته څو شېبې وروسته ښکاري چې خلک پکې د ټپیانو درملنه کوي.
دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې د پاکستان په ډېریو ښارونو او د دې هېواد د پولیسو په مرکزونو او موټرونو باندې د بریدونو مسولیت د پاکستان د طالبانو تحریک( ټي ټي پي) په غاړه اخیستي وو.
د پاکستاني طالبانو تحریک ډلې شاوخوا دوې میاشتې وړاندې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي وو چې دوی به د پاکستان په هره سیمه کې د دغه هېواد امنیتي مسوولین په نښه کوي.