
په سویلي افریقا کې تر ۱۹ کلنو کمعمره نجونو د شل اوریز نړیوال جام پایلوبه کې هندوستان انګلنډ ته د ۷ ویکټو په توپیر ماته ورکړه.
په دې لوبه کې لومړۍ انګلنډ د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې د ۶۹ منډو هدف سیالې لوبډلې وټاکلی.
هندوستان لوبډلې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو سره په ۱۴م اورونو کې هدف ترلاسه کړ او اتلولي یې په خپل نوم کړه.
د دې سیالیو په لړ کې هندۍ لوبغاړې «شوېتا سیهراوت» تر ټولو توپوهونکو وکړه او په ۷ لوبو کې یې ۲۹۷ منډې کړې وې او بل خوا په توپاچونې کې اسټرلیایۍ «ایلن کلارک» تر ټولو زیاتې ۱۲ وېکټې اخستې وې.
دې سیالۍ د کرکټ نړیوالې شورا له لوري د لومړي ځل لپاره په سویلي افریقا کې د ۱۶ هېوادونو په برخه اخیستلو ترسره شوې.
د یادولو ده چې افغانستان د کرېکټ له نړیوالې شورا سره بشپړ غړیتوب لرونکی هېواد ده خو په دې سیالیو کې لوبډله نه درلوده.