
د هاکي نړیوال فدراسیون لخوا په پیلشوو لوبو کې جرمني د بلجیم لوبډلې ته ماتې ورکړې او د درېیم ځل لپاره یې د دې جام اتلولي ګټلې ده.
د دغو سیالیو پایلوبه پرون یکشنبه د سلواغې ۹مه (جنوري ۲۹) ماښام مهال په هندوستان کې وشوه او جرمني پکې اتلولي وګټله.
د هاکي لوبو په پایلوبه کې جرمني لوبډله له بلجیم سره مخامخ شوه چې په ټاکلي وخت کې یې ۳ – ۳ ګولونه ترسره کړل، خو په پنالټي شوټونو کې بیا جرمني لوبډلې ۳ – ۵ بلجیم لوبډله شاته پرېښوده.
دا سیالۍ د روانې جنوري ۱۱مه په هندوستان کې پیل شوې وې او د جرمني په ګډون بلجیم، هندوستان، انګلستان، اسټرالیا، نیدرلینډ، وېلز، ارجنټینا،نیوزیلنډ، هسپانیا، مالیزیا، فرانسې، جنوبي کوریا، جنوبي افریقا، جاپان او چیلي هېوادونو پکې برخه اخیستې وه.
د هاکي لوبو ۱۷ ورځې دوام وکړ او ۴۴ لوبې پکې ترسره شوې دي.
د یادولو ده چې د دې سیالیو اتلولي د درېیم ځل لپاره جرمني لوبډلې وګټله.