
ایراني رسنیو خبر ورکړی، په اصفهان کې د دغه هېواد د دفاع وزارت اړوند د وسلو پر یوې کارخونې د کوچنۍ ډرون برید شوی دی.
د راپورونو له مخې، دا برید نن یکشنبه سهار د سلواغې ۹مه د دغه هېواد په اصفهان کې د ایران د وسلو د تولید پر فابریکه شوی دی.
فارس خبري اژانس د اصفهان د والي د سیاسي او امنیتي مرستیال «محمد رضا جان نثاري» له قوله ویلي چې د وسلو دغه مرکز د دې هیواد د دفاع په وزارت پورې اړه لري او زیاته کړې یې ده چې کوچنۍ ډرون له منځه تللې ده.
د هغه په وينا، د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې چاته زيان نه دى اوښتى او لاملونه يې تر څېړنې لاندې دي.
د ایران د دفاع وزارت په یوه بیان کې دغه برید ناکامه هڅه بللې او ویلي یې دي چې کوچنۍ ډرون خرابه او خطر له منځه تللی دی.
دا په داسې حال کې ده چې ویل کیږي تیره شپه په تهران کې یو ناپېژنده رڼا لیدل شوی او د دغه ښار په ځینو حساسو سیمو کې وضعیت پوځي بڼه خپله کړې ده.
د امریکا غږ په تهران کې د خپلو سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې ځینې پوځي پوستې د خبرداري په حال کې دي او له هوايي ځواکونو هم الوتنې روانې دي.
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، دا د ایران پر پوځي یا اټومي تاسیساتو لومړی برید دی.