د بلخ د ریل پټلۍ مسوولین وايي، اسلامي امارت د حیرتان بندر څخه د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د سوداګریزو توکو د صادراتو او وارداتو له لارې هره ورځ ۱۲ میلیونه افغانۍ عواید راټولوي.

د بلخ د اورګاډي پټلۍ مشر، محمد شفيق محمود نن یکشنبه د سلواغې ٩مه، ویلي چې له حيرتان بندر څخه له ١٧٠ څخه تر ٢٠٠ واګون پورې سوداګريز توکي واردېږي او شل واګونونه سوداګريز توکي د منځنۍ اسيا هېوادونو ته صادرېږي.

په ورته وخت کې د دې ادارې چارواکو پرون د ۱۲۴ زره مټریک ټنه سوداګریزو املاکو د لېږد خبر ورکړی او زیاته کړې یې ده چې دغه لېږد د تورغونډۍ بندر او حیرتان اقینه له لارې شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د بلخ د ګمرک چارواکو د دغه ګمرک په عوایدو کې ۶۰ سلنه زیاتوالی اعلان کړی او ویلي یې دي چې د دغه دفتر ورځني عواید له ۵۰۰ تر ۶۰۰ لکه افغانیو ته رسېږي.

حيرتان بندر د بلخ په شمال کې موقعيت لري، د افغانستان يو مهم سوداګريز بندر ګڼل کېږي، چې افغانستان د ازبکستان له لارې د منځنۍ اسيا له ټولو هېوادونو، روسيې او چين سره نښلوي.