
د چک د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ناټو پخواني جنرال، پیتر پاول د ۵۷،۶ رایو په ګټلو سره خپل سیال ته ماتې ورکړې ده.
د چک جمهوریت ولسمشر «اندری بابیش» په دې ټاکنو کې له پیتر پاول سره سیالي وکړه، خو د دغه هېواد د ولسمشرۍ څوکۍ یې ونه ګټله. هغه یو میلیاردر دی پداسې حال کې چې ښاغلی پاول له سربازۍ څخه دې مقام ته رسېدلی.
د چک جمهوریت د ټاکنو پایلې پرون شنبه د سلواغې ۸مه اعلان شوې، چې له مخې یې ښاغلي پیتر پاول ۵۷،۶ سلنه رایې ترلاسه کړې او خپل سیال ته یې ماتې ورکړه او د دغه هېواد د ولسمشر په توګه اعلان شو.
نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې ۶۱ کلن پیتر پاول د شنبې په ورځ د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې خپلو مینهوالو ته په خطاب کې وویل: “زه یوازې له هغو کسانو نه یم چې ماته یې رایه ورکړې، بلکې له هغو کسانو څخه هم یم چې زما لپاره یې رایه نه ده کارولې. ماته رایه راکړئ. خو زه له دوی څخه مننه کوم چې رایه ورکولو ته راوتلي، ځکه چې دا روښانه ده چې دوی ته دا هېواد او دیموکراسي اهمیت لري.”
پیتر پاول د ناټو د پوځي کمیټې پخوانی مشر دی او د راپورونو له مخې، هغه همداراز د اوکراین لپاره د پوځي مرستو له ملاتړو څخه دی.
ښاغلی پاول دغه راز په ۲۰۱۶ کې ویلي وو چې په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو زیاتوالی به په اوږدمهال کې د دغه هېواد ثبات تامین کړي.
هغه افغانستان ته د نورو عسکرو د لېږلو پلوی و، خو د ټرمپ ادارې د دوحې د سولې د موافقې له مخې د ۲۰۲۰ په فبرورۍ کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پرېکړه وکړه.