
افغان کریکټ بورډ د راشد خان په لوبډلمشرۍ د متحدهعربي اماراتو کریکټ ملي لوبډلې سره د ۳ نړیوالو شلاوریزو لوبو په موخه ۲۲ کسيزه ملي لوبډله اعلان کړه.
کریکټ بورډ وايي افغان لوبډله به راتلونکې فبرورۍ میاشت کې د درې نړیوالو شل اوریزو سیالیو په موخه اماراتو ته سفر وکړي.
کریکټ بورډ پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، ملي لوبډله به د فبرورۍ مياشتې له ۱۶مې تر ۱۹مې نېټې د متحده عربي اماراتو کریکټ ملي لوبډلې سره درې نړيوالې شل اوريزې سيالۍ وکړي.
اعلان شوې لوبډله کې پخوانی لوبډلمشر محمد نبي نه دی شامل خو تر ډېره پکې ځوانو لوبغاړو ته ځای ورکړل شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې افغان کریکټ بورډ وروسته له ډېرې مودې توانېدلی څو د دویمه درجه غړیتوب لرونکي هېواد سره سیالۍ برابرې کړي.
څو ورځې وړاندې د اسټرالیا کریکټ ادارې له افغان کریکټ ملي لوبډلې سره کېدونکې لوبې په موسسو کې د ښځو د کار د بندیز په غبرګون کې لغوه کړې چې یو شمېر افغان لوبغاړې پر دې پرېکړه سخت خواشیني شول. حتی لوبډلمشر راشدخان او نوین الحق اعلان وکړ چې د اسټرالیا ددې پرېکړې په غبرګون کې به په بېګ بش لیګ کې په لوبو کولو غور وکړي.