
زهرا رشیدي: په بازارونو کې د تېرې اونۍ په پرتله د خوراکي توکو د بیو لوړوالي د پلازمېنې د اوسېدونکو اندېښنې راپارولي دي.
په هېواد کې د بېروزګارۍ بحران، بېسارې سړې هوا او اقتصادي رکود سره هممهاله د کابل ښاریان د خوراکي توکو د بیو له لوړوالي شکایت کوي.
دا شکایتونه په داسې حال کې کېږي چې تېره اونۍ د یوې بوجۍ اوړو بیه له ۲۱۵۰ افغانیو څخه په دې اونۍ کې ۲۱۸۰ افغانیو ته لوړه شوې او همداراز تېره اونۍ د يوې بوجۍ وریجو بيه له ٣٢٥٠ افغانيو څخه ٣٥٠٠ افغانيو ته لوړه شوې ده.
د کابل اوسېدونکي همداراز په پلازمېنه کې د تېلو له لوړې بیې شکایت کوي او د لرګیو پلورونکي هم وايي چې د لرګیو بیې لوړې شوې او ډېری خلک د لرګیو او سکرو د رانیولو توان نه لري.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره اونۍ د لرګيو بيه له ٨٠٠٠ افغانيو څخه په دې اونۍ کې ٨٥٠٠ افغانيو ته لوړه شوې ده.
خو په بازارونو کې د ځينو نورو خوراکي او سون توکو بيې د تېرې اونۍ په پرتله له لږ توپير سره راټيټې شوې او يا هم پر هماغه ډول پاتې دي.
افغانستان کې په دې وروستیو کې د بشري ناورین د زیاتېدو له امله اندېښنې زیاتې شوي. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا د ارزونو له مخې، په افغانستان کې له ۲۸ میلیونو ډېر خلک بېړنیو مرستو ته اړتیا لري او ۶ میلیونه وګړي له قحطۍ سره مخ دي.