
افغانستان برشنا شرکت اعلان کړی چې د ازبکستان حکومت افغانستان ته د برښنا صادرات بیا پیل کړي، خو د پخوا په پرتله به کمه برښنا ورکوي.
د برشنا شرکت مشر، حکمت الله اخندزاده پرون جمعه د سلواغې ۷ مه رسنیو ته ویلي چې ازبکستان افغانستان ته د برښنا صادرات بیا پیل کړي، خو تر پخوا کموالی پکې راغلی دی.
هغه زیاته کړه: “افغانستان ته به د برښنا صادرات کم شي او ازبکستان به د ۲۵۰ میګاواټو پر ځای ۱۰۰ میګاواټه برېښنا ولېږدوي.”
تر دې مخکې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی و، چې ازبکستان به افغانستان ته شاوخوا ۲۵۰ میګاواټه برېښنا ولېږدوي.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د برېښنا په تولید کې یو شمېر تخنیکي ستونزې هوارې شوې او افغانستان ته به د برېښنا صادرات بېرته پیل شي.
کابل او د افغانستان یوشمېر ولایتونه له څو اونیو راهیسې په تیاره کې ډوب دي او اوسېدونکي یې وايي چې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې یې دوه ساعته برېښنا هم نه لري.
په تېرو ورځو کې په کابل کې یوازې ۸۰ سلنه میګاواټه برېښنا موجوده وه او د خلکو د شکایتونو له مخې، په ۴۸ ساعتونو کې یې دوه ساعته هم برېښنا نه ده ترلاسه کړې.
په همدې حال کې په ازبکستان کې د سړې هوا له امله د دغه هېواد ډېری اوسېدونکي د برېښنا د پرلهپسې بندښت او د مرکزي حرارتي سیسټم له خرابوالي سره مخ شوي او دغه کار د دغه هېواد د خلکو شکایتونه هم راپارولي دي.
ازبک رسنیو ویلي، چې برېښنا او ګازو ته له سختې اړتیا سره سره د دغه هېواد حکومت پر چین ګاز او پر افغانستان برېښنا پلوري.
د ایران اسلامي جمهوریت هم د سړې هوا له امله د افغانستان په لویدیځ کې هرات ته د صادراتي بریښنا اندازه کمه کړې ده. د دې اقدام له امله په هرات کې د برېښنا جریان په ټپه ولاړ دی او د هرات اوسېدونکي د ورځې او شپې څو ساعته برېښنا ته لاسرسی نه لري.
ایران هر کال په اوړي او ژمي کې هرات ته د برېښنا صادرات کموي.
د افغانستان د برېښنا لویه برخه د ګاونډیو هېوادونو لخوا تامینېږي. افغانستان د باد، لمریزې او د اوبو له بندونو څخه د برېښنا د تولید لپاره اړین ظرفیت لري، خو د لويديځ په ملاتړ د جمهوري نظام د دوو لسيزو په بهير کې په دغه هيواد کې له کورنيو سرچينو څخه د بريښنا توليد ته ډيره لږه پاملرنه شوې ده.