
د اسلامي امارت تر کنترول لاندې د افغانستان مرکزي بانک اعلان کړی چې سبا یکشنبه د سلواغې نهمه ۱۶ میلیون ډالر د لیلام په ډول په آزاد بازار کې پلوري.
دغه بانک له وړ بانکونو، د پیسو د خدمتونو له شرکتونو او تبادلې غوښتي چې په دې داوطلبۍ کې برخه واخلي.
په اعلامیه کې دا هم راغلي چې د لیلام ګټونکي مکلف دي چې د لیلام ورځې تر پایه خپل حسابونه تصفیه کړي.
د یادولو ده چې نن چهارشنبه د اګست ۸ مه یو امریکايي ډالر په ۸۹ افغانیو تبادله کیږي.
دغه بانک تر دې مخکې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو د ثبات په موخه د ۱۵، ۱۶ او ۱۷ میلیونو ډالرو څو کڅوړې لیلام کړې وې.
دا په داسې حال کې ده چې له څو اونیو راپدېخوا له افغانستان سره د مرستندویه هېوادونو د نغذي کڅوړو د مرستې کوم خبر نه دی ورکړل شوی.
شاوخوا یوه میاشت وړاندې به افغانستان ته هره اونۍ د ۴۰ میلیون ډالرو کڅوړې راوړل کېدې.