د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت له خصوصي سکټور غوښتي چې اوسنیو سختو شرایطو او سړې هوا کې د اړمنو لاسنیوی وکړي.

یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د سړې هوا له کبله د تلفاتو د مخنیوي په موخه دې خصوصي سکټور د اړمنو مرستې ته راودانګي.

خبرپاڼه کې ویل شوي: ”دا چې د سړې هوا له امله ځینو افغانانو ژوند له لاسه ورکړی او هره ورځ دا شمېر زیاتیږي، نو د اندېښنې وړ خبره دا ده چې د یخ څپه ورځ تر بلې پیاوړې کېږي او په ولایتونو کې زرګونه هېوادوال د امکاناتو له کموالي سره مخ دي.“

په خبرپاڼه کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت پر مرستندویانو غږ کړی چې اړمنو سره خپلې مرستې د یاد وزارت لخوا ځانګړې شوې کمېټې ته وسپاري.

دا په داسې حال کې ده چې د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په شاوخوا ٢٠ ولایتونو کې نن او سبا د اورښت او سختې واورې ورېدو اټکل کړی دی.

د نړیوالو بنسټونو د شمېرو له مخې میلیونونه افغانان د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي او تر څنګ یې ګڼ نور د تودولو لپاره سونتوکي نه لري.