
د پاکستان مرکزي بانک اعلان کړی چې په ۲۰۲۲ کې به له پاکستان څخه افغانستان ته د صادراتو او سوداګریزو راکړو ورکړو کچه ۴.۶ سلنه زیاته شي.
اسوشیټیډ پریس پرون جمعه د سلواغې اوومه د پاکستان د مرکزي بانک په حواله راپور ورکړی چې په ۲۰۲۲ کې د دغه هیواد صادرات د ۲۰۲۱ په پرتله د پام وړ زیات شوي دي.
د پاکستان د مرکزي بانک د شمېرو له مخې، دا هېواد په ۲۰۲۲ کې افغانستان ته د ۲۵۱.۵۸۰ میلیونه ډالرو په ارزښت توکي صادر کړي دي.
په همدې حال کې په ۲۰۲۱ کې افغانستان ته د پاکستان ټول صادرات ۲۴۰.۵۰۴ میلیونه ډالره وو.
نړیوال بانک په دې وروستیو کې د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه یو راپور خپور کړی چې ښيي په ۲۰۲۲ کې د افغانستان د صادراتو عمده ځایونه پاکستان، ایران او چین هېوادوونه وو.
همدارنګه پاکستان، ایران او چین هغه هېوادونه دي چې افغانستان ته یې زیات صادرات درلودل.