د ایران د بشري حقونو سازمان په یو راپور کې ویلي چې د ایران د اسلامي جمهوریت پر ضد په ټول هیواد کې د لاریونونو په ترڅ کې د ۶۰ ماشومانو او ۲۹ ښځو په ګډون لږ تر لږه ۴۴۸ کسان وژل شوي دي.

تېره اونۍ د دغه سازمان په تازه راپور کې ویل شوي چې د هېواد په کچه د اعتراضونو له پیل راهیسې د ایران په ۲۶ ولایتونو کې ۴۴۸ کسان وژل شوي دي.

دغه لاريونونه د ايران د اخلاقي امنیت پولیسو (ګشت ارشاد) لخوا د مهسا اميني د وژلو له امله پيل شول او په ډېر کم وخت کې د نړیوالو پام ور واوښت.

۲۲ کلنه مهسا امیني د ۱۴۰۱ د سلنې په ۲۲ مه په تهران کې ونیول شوه او له هغه وروسته یې د سختو ټپونو له امله په «ولي‌عصر» روغتون کې ساه ورکړه.

د مهسا امینې وژل‌کېدو په ټول ایران کې پراخ لاریونونه را وپارول، خو د ایران د امنیتي ځواکونو لخوا له سخت وحشیانه غبرګون سره مخ شول. 

د ایران امنیتي ځواکونو په ګڼو مواردو کې پر مظاهره‌‌چیانو ډزې کړې او په ځینو ځایونو کې یې د خبریالانو او فعالانو په ګډون زرګونه کسان نیولي هم دي.

د یادولو ده چې د ایران حکومت له تېرو میاشتو راهیسې د مظاهره‌چیانو اعدامول هم پیل کړي او له یوه کال څخه په کمه موده کې یې ۵۵ کسان اعدام کړي دي.