د کانګرس پر ودانۍ د چپاول له کبله د امریکا د مخکني ولسمشر، ډونالډ ټرمپ د فېسبوک او انستاګرام تړلي حسابونه بېرته فعالېږي.

تازه میټا کمپنۍ اعلان کړی چې د مخکني ولسمشر، فېسبوک او انستاګرام ادرسونه به بېرته فعال شي او ویلي یې دي چې خلک باید د خپلو سیاستوالو غږ واوري.

 په فېسبوک او انستاګرام د ډونالډ ټرمپ حسابونونه دوه کاله وړاندې وروسته له هغې وتړل شول چې د ۲۰۲۱ په جنورۍ کې د ښاغلي ټرمپ پلویان پر کانګرس ودانۍ ور وختل.

د مېټا د نړیوالو چارو مشر «نېک کلېګ» په یوه اعلامیه کې ویلي چې د مخکني ولسمشر اکونټونه نور عامه خوندیتوب ته جدي خطر نه پېښوي او په وینا یې چې خلک باید د خپلو سیاستوالو غږ واوري.

د میټا مشر زیاته کړې چې د دوی کمپنۍ دا کار وروسته تر هغې وکړ چې مخکني ولسمشر پر کانګرس ورختوونکي پلویان وستایل.

هغه مهال د میټا له دې پرېکړې وروسته د ټرمپ په ګډون جمهوریپالو د هغه د حسابونو د بېرته پرانیستلو غوښتنه کړې وه.

د میټا کمپنۍ لخوا دا خبر داسې مهال ورکول کېږي چې ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۴ کال ولسمشریزو ټاکنو ته د درېدو په چمتووالي هم بوخت دی.