له څلور کلن ځنډ وروسته د هندي سینما د مشهور ستوري، شاهرخان نوی فلم «پټان» نن چهارشنبه په سینما خپور شوی دی.  

پټان فلم د هند د جمهوریت له ورځې پوره یوه ورځ وړاندې ریلیز شو، شاهرخ خان، دیپیکا پادوکن او جان آبراهام د دې فلم په ستورو کې شامل دي.

خو فعالین او هندو مینه‌وال په غوسه دي ځکه چې دیپیکا پادوکن د دې فلم په یوه سندره کې په «بې‌شرم رنګ» څرګنده شوې، دا رنګ په هندویزم کې مقدس ګڼل کیږي.

د «پتان» فلم له خپریدو مخکې یو شمیر هندو فعالانو د (BoycottPathaan) په هشتګ سره د دغه فلم د مخنیوي هڅې کړې دي.  

ښي اړخو هندوانو له دې مخکې هم د عامر خان «لال سینگ چادا» او د رنبیر کپور د «برهماسترا» په څېر د یو شمېر نورو فلمونو مخالفت کړی دی.

خو له دغو اعتراضونو سره سره پټان نن په هندي سینماګانو کې خپور شو.

د هند NDTV خبر ورکړی چې د پټان فلم د خپریدو په لومړۍ ورځ ۵۰۰ زره ټکټونه پلورل شوي دي.

شاهرخ خان له تېرو ۳۰ کلونو راهیسې د هندي سینما یو له مشهورو څېرو څخه دی او ډېر خلک ورته «پاچا» وايي. نوموړی له څلور کلن ځنډ وروسته بیا سینما ته راستون شوی دی.

په ۲۰۱۸ کې د هغه وروستی لوی فلم «زیرو» نومیږي چې ډېر محبوبیت یې نه درلود.