د افغانستان د کرکټ لوبډلې مخکښ توپ‌اچونکي، راشد خان پرون دوشنبه د سلواغې ۳مه په شل‌ اوریزو سیالیو کې ۵۰۰ ویکټې پوره کړې دي.

څلورویشت کلن خان اوسمهال د سویلي افریقا په غوره‌لیګ سیالیو کې د «مای کیپ ټاون» کلب لوبډلمشر دی او پرون یې ۳ وېکټې ترلاسه کړي دي.  

راشد خان پرون د «پریټوریا کپیټلز» لوبډلې پر وړاندې په څلورو اورونو کې ۱۶ رنزه ورکړل او ۳ ویکټې یې واخیستې.

خان خپلو ملګرو په پرتله ښه لوبه درلوده او په دې بریا سره یې په شل اوریزو سیالیو کې د خپلو ویکټو شمېر ۵۰۰ ته لوړ کړ.

له خان وړاندې د ویسټ انډیز پخواني کپتان «ډیوین براوو» دی چې په ۵۵۶ لوبو کې یې ۶۱۴ ویکټې اخیستې، خو راشد خان په ۳۷۱ لوبو کې ۵۰۰ ویکټې اخیستې دي.

بلخوا د کرکټ په نړیوالو یو ورځنیو سیالیو کې راشد خان د نړۍ د ۱۰۰ غوره بالرانو په منځ کې ۳۱۹ ویکټې اخیستي او ۷۲م مقام لري.

د کرکټ کارپوهانو په نظر راشد خان په خپل کم عمر کې د دې وړتیا لري چې د کرېکټ ډېر نړیوال ریکارډونه مات کړي.