په شمال بغلان ولایت کې د وسله والو طالبانو یوه لوړپوړي ډلمشر د افغان امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت په یوه بیان کې لیکلي، چې د بغلان د خوست فرنګ ولسوالی لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال نن سهار د یو چاڼیز عملیات په ترڅ کې نیول شوی.

خبرپاڼه زیاتوي، مولوي عبا دالله او د هغه دوه ملګري نن سهار شاوخوا ۴:۳۰ بجې د ملي پولیسو په کمین کې د خوست فرنګ په اړوند سیمه کې ونیول شول.

د کورنیو چارو وزارت په وینا، مولوي عبادالله د بغلان ولایت په ځینو سیمو کې په ترهګریز بریدونو کې مهم رول درلود.

وسله والو طالبان تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

بغلان د افغانستان په شمال کې په تیرو څو کلنو کې له نسبتا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت خراب شوی دی.