
د بامیانو ځايي مسوولین وايي، د دغه ولایت په سیغان او یکهولنګ ولسوالیو کې یوې پېغلې او یوې ښځې زهر خوړلي او مړې شوې دي.
د بامیانو د امنیې قوماندانۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا پېښې پرون یکشنبه د سلواغې ۲ مه د سیغان او یکهولنګ ولسوالیو په «قرونه» او «سرقول» سیمو کې شوې دي.
د بامیان د والي ویاند، عبدالصبور فرزان سیغانی ویلي، چې یوې ۵۰ کلنې ښځې او یوې ۱۵ کلنې نجلۍ د موږکو لپاره زهر خوړلي او په روغتون کې مړې شوې دي.
د دغه ولایت د والي ویاند د دې ځانوژنې علت کورنی تاوتریخوالی بللی دی.
خو تر اوسه د دغو دوو ښځو د ځانوژنې د لامل په اړه جزییات نه دي ورکړل شوي. مسوولینو زیاته کړې چې په دې اړه یې څېړنې پیل کړې دي.
د یادولو ده چې په تېر یو کال کې د پېغلو او ځوانانو د ځانوژنې پېښې په زیاتې شوې چې ستر لاملونه یې اقتصادي او کورنۍ ستونزې بلل کېږي.