
د افغانستان د آزادو سیالیو لوبغاړي، جاوید بشارت په UFC لوبو کې خپل برازیلي سیال ته ماتې ورکړې ده.
ښاغلي بشارت تېره شپه، شنبه د مرغومي ۲۴مه د امریکا په «لاس انجلس» کې خپل برازیلي سیال «متیوس مندونسا» ته ماتې ورکړې او د فريفایت دا سیالي یې په خپل نوم کړې ده.
جاوید بشارت په آزادو سیالیو کې ۱۳ ګټوونکې لوبې لري، خو برازیلی سیال یې ۱۰ ګټوونکې سیالۍ درلودې او دا لوبه یې جاوید بشارت ته بایللې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د نړۍ په کچه ۱۴ امریکایی لوبغاړی، کریس ګوتییریز د بشارت له بریا وروسته د جاوید برازیلي سیال ته چلېنج هم ورکړی دی.
تر دې وړاندې هم د افغانستان د آزادو سیالیو یو شمېر لوبغاړو په نړیواله کچه سترې سیالۍ ګټلې او د افغانستان لپاره یې ویاړ ترلاسه کړی دی.
په افغانستان کې که څه هم له سیاسي بدلونونو وروسته آزادې سیالۍ کمرنګه شوې، خو پر دې سربېره یې ځینې لوبغاړي لا هم په نړیواله کچه لوبې ترسره کوي.