د افغانستان د کرکټ بورډ او یو شمېر لوبغاړو له استرالیا سره د لوبو د لغوه‌کېدو په اړه له غبرګونونو وروسته، د اسټرالیا د کرکټ بورډ مشر له خپل دریځه دفاع کړې او ویلي یې دي چې اساسي بشري حقونه سیاست نه دی.

د استرالیا د کرکټ بورډ مشر، نیک هاکلي د دې نیوکو په ځواب کې ویلي: “بنسټیز بشري حقونه سیاست نه دی. دا یو ډیر ستونزمن او غمجن حالت دی. موږ دا پریکړه په لنډه توګه نه ده اخیستې او د خپل حکومت په ګډون مو په پراخه کچه مشوره کړې ده.”

هاکلي ویلي: “موږ هیله درلوده چې د سیالیو دې لړۍ ته دوام ورکړو او موږ د افغانستان کرکټ بورډ سره په دوامداره توګه په خبرو اترو کې یو.”

استرالیا تېره پنجشنبه د جنورۍ 12 په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر کار او زده‌کړې د بندیز په غبرګون کې، له افغانستان سره د نړیوال جام درې راتلونکي سوپر لیګ سیالۍ لغوه کړې چې ټاکل شوې وه په راتلونکي مارچ کې ترسره شوې وای.

تر دې اعلان وروسته د افغانستان کرکټ بورډ دا پریکړه غیر عادلانه، له وخته مخکې او د اندیښنې وړ وبلله او ویې ویل چې ډیر ژر به د کرکټ له نړیوالې شورا او د اسټرالیا کرکټ بورډ سره خپل دریځ شریک کړي.

د افغانستان کرېکټ بورډ دغه پرېکړه سیاسي، غیر منطقي، له وخته مخکې او د افغانستان د کرکټ د مینه‌وال ملت لپاره یوه لویه ضربه بللې ده.

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې کپتان، راشد خان هم د اسټرالیا پر دې پرېکړې خواشیني ښوولې ده.

افغانستان د کرکټ د نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب لري او د دې شورا د منشور له مخې باید د ښځو او نارینه‌وو کرکټ په غړو هېوادونو کې په متوازن ډول پرمختګ او وده وکړي.

تر دې مخکې د کرکټ نړیوالې شورا په یوه تازه پریکړه کې ویلي وو چې د افغانستان د نارینه کرکټ ملي لوبډلې ملاتړ ته به دوام ورکوي، خو دا یې هم ویلي چې په هیواد کې د ښځو د کرکټ د ودې په ګډون د سپورټ څرنګوالی څاري.