د اسټرالیا کرکټ بورډ اعلان کړی چې د ښځو پر زده‌کړو او کار د بندیز په غبرګون کې یې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې سره خپلې راتلونکې سیالۍ لغوه کړې دي. 

د استرالیا د کرېکټ بورډ له خوا نن پنجشنبه د مرغومي ۲۲مه په خپره‌شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه هېواد له افغانستان سره خپلې هغه لوبې لغوه کړې چې ټاکل شوې وه د کب په میاشت کې ترسره شي.

ټاکل شوې وه چې اسټرالیا د آی سي سي سوپر لیګ په چوکاټ کې له هند سره د لوبو تر لړۍ وروسته په متحده عربي اماراتو کې له افغانستان سره لوبې کړې وای، خو CA یا د اسټرالیا کرېکټ بورډ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې له خپل حکومت سره تر مشورې وروسته له دغو سیالیو په شا شوي دي.

د CA په یو بیان کې ویل شوي چې د اړوندو برخه‌والو او د اسټرالیا حکومت سره تر پراخو مشورو وروسته، د استرالیا لوبډلې پریکړه کړې چې اوس مهال نشي کولی د راتلونکي 2023 په مارچ کې په متحده عربي اماراتو کې د اسټرالیا او افغانستان ترمنځ د ICC سوپر لیګ درې یو ورځنۍ لوبې وکړي.

د اسټرالیا د کرېکټ بورډ د خبرپاڼې له مخې: “دا پرېکړه د طالبانو له وروستي اعلان وروسته شوې چې په افغانستان کې یې د ښځو او نجونو پر زده‌کړو، کار، تفریحي پارکونو او سپورتي ځایونو ته پر تګ بندیز لګولی دی.”

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د لوبډلې یو لوبغاړي نوین الحق د اسټرالیا کرکټ بورډ لخوا له افغانستان سره د سیالیو لغوه کېدل «ماشومانه» بللي دي.