
د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د اسلامي امارت د رییسالوزرا اقتصادي مرستیال ویلي، د تېرو دوو کلونو په پرتله د افغاني توکو صادرات زیات شوي، چې په ۱۴۰۱ کې دا صادرات له یو میلیارد ډالرو څخه زیات وو.
دغه دفتر نن سهشنبه د مرغومي ۲۰مه پر خپل ټوېټر لیکلي چې بهرنیو هېوادونو ته د افغاني محصولاتو صادرات د تېرو دوو کلونو په پرتله درې برابره زیات شوي دي.
د دغه دفتر د معلوماتو له مخې، د روان لمريز کال په لومړيو نهو مياشتو کې د هېواد د صادراتو کچه يو مليارد او ٤٢٤ ميليونه ډالرو ته رسېدلې ده.
د رییسالوزرا د دفتر اقتصادي مرستیال ویلي، د افغانستان د صادراتي توکو ۹۷ سلنه برخه پاکستان، ازبکستان، هند، تاجکستان، ایران، متحده عربي اماراتو، چین، ترکیې، قزاقستان او ترکمنستان ته صادرېږي.
نوموړی زیاته کړې چې د دغو صادراتو ۶۳ سلنه یې سکاره، طبي بوټي، پنبه، انګور، انار، هګۍ او وچې مېوې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د دغه وزارت د شمېرو له مخې، په ۲۰۱۹ کې د صادراتو کچه ۴۳۴ میلیونه ډالرو او په ۱۴۰۰ کې ۴۷۸ میلیون ډالرو ته رسېدلې ده.
اسلامي امارت ویلي، که د هېواد صادرات په همدې ډول دوام وکړي، راتلونکی کال به د صادراتو کچه دوه میلیارد ډالرو ته ورسېږي.
د یادولو ده، چې په هېواد کې د خلکو د بېوزلۍ او بېکارۍ له امله واردات کم شوي او ډېری سوداګر نه غواړي په افغانستان کې پانګونه وکړي.