په غور کې د سپورټ مسوولين وايي، د دغه ولايت د مرکز فيروزکوه ښار د هريرود په یخ سیند کې د بېلابېلو څانګو اتو ورزشکارانو خپل درانه سپورتي تمرینات ترسره کړي دي. 

د غور د بدني روزنې او سپورت مشر، حميدالله ايماق پرون دوشنبه د مرغومي ۱۹مه رسنيو ته ویلي چې دغه درانه ورزشي تمرينونه د افغانستان د ورزشکارانو د بدني ځواک ښوولو او د دغه هېواد د خلکو د پياوړتيا، يووالي او خواخوږۍ د څرګندولو په موخه ترسره شوي دي.

د غور ولايت د بدني روزنې مشر د ورزش له بنسټونو او د افغانستان له خلکو غوښتي چې د ورزشکارانو ملاتړ وکړي.

رقیب فاروقي د غور يو له دغو ورزشکارانو دی، چې څو کاله وړاندې د غور د هريرود سیند په منفي ٢٢ درجې سړه هوا کې د درنو تمریناتو په ترسره کولو سره په «یخي» کس مشهور شو.   

ښاغلي فاروقي ویلي: “نن د غوري ټول ورزشکاران د هريرود په سیند کې راغونډ شوي او خپل درانه تمرينات يې ترسره کړي او خپل بدني ځواک يې ښوولی، زموږ موخه د ورزشکارانو د بدني ځواک ښودنه او د افغانستان د خلکو د یووالي نښه ده.”

د غور دغو ورزشکارانو زياته کړې چې هر کال د غوري ورزشکاران د فيروزکوه په ساړه موسم کې د خپل بدني ځواک د پياوړتيا په موخه درانه تمرینات کوي.

جان محمد حیدري او محمد قاسم فردوسي د غور دوه نور ورزشکاران دي، چې په واورینو مشهور دي، دوی هم له دولت او خیریه بنسټونو غواړي، چې د ورزشکارانو ملاتړ وکړي، څو وکولای شي خپل ورزشي فعالیتونه په سمه توګه ترسره کړي او خپل هېواد ته ویاړ ور په برخه کړي.

حبيب الرحمن فرزان د غور يو بل ورزشکار چې د اور په سړي مشهور دی، په دغه ولایت کې د ورزشي فعاليتونو د پراختيا لپاره د اسانتياوو له نشتوالي شکايت کوي او د اسلامي امارت له دولت او ورزشي بنسټونو غواړي چې د ورزشکارانو ملاتړ وکړي.

د غور دغه ورزشکاران سپورت د افغانستان د خلکو د يووالي او پيوستون سمبول ګڼي او له ټولو خلکو په تېره بيا له ځوانانو غواړي چې سپورت وکړي.

د غور ولايت د مرکز فيروزکوه ښار اوسېدونکو چې د ورزشکارانو د پياوړتيا د نندارې لپاره راغلي وو، د ورزشکارانو د هڅو ستاينه وکړه او د ورزشکارانو پر هڅونې يې ټينګار وکړ.