
د یو امریکايي انسټیټیوټ نوې څېړنې ښوولې چې یوه آسماني ډبره به ډېر ژر لمر ته نږدې شي او د ځمکې په مدار کې به وي.
د وړاندوینې له مخې، دا ډبره به ډیر ژر لمر ته نږدې تیریږي او د فبرورۍ په لومړۍ نیټه به ځمکې ته نږدې مدار ته ورسیږي.
د ساینس پوهانو په وینا، د دې آسماني ډبرې د سرعت له امله، دا به په 50،000 کلونو کې زموږ لمریز سیسټم ته یو ځل بیا ننوځي.
ویل کیږي چې دا آسماني ډبره د تیر کال په مارچ میاشت کې د زویکی ترانسینت فاسیلیتی (Zwicky Transient Facility)په نوم د یوه امریکايي څیړنیز انستیتیوت لخوا هغه مهال کشف شوه کله چې له مشتري سیارې څخه تیریده.
څیړنې ښیې چې دا آسماني ډبره به د جنوري په 12 نیټه د لمریز سیسټم له یخ ساحې څخه تیریدو وروسته لمر ته تر ټولو نږدې واټن کې وي او بیا به د ځمکې سره نږدې مدار کې ځای په ځای شي.
فضايي فزیکپوه نیکولاس بایفر د دې اسماني ډبرې د ځانګړتیاوو په اړه ویلي چې د دې ډبرې قطر یو کیلومتر دی، دا د شنه وړانګو په واسطه محاصره ده او د دې آسماني ډبرې مواد یخ او خاوره ده.
په ورته وخت کې د امریکا د کلیفورنیا د ټیکنالوژۍ انسټیټیوټ کې د فزیک پروفیسور «تامس پرنس» فرانس پریس سره په خبرو کې ویلي چې دا آسماني ډبره به له ځمکې څخه د تېرېدو پر مهال ډېره روښانه معلومېږي.
د یو شمیر ساینسپوهانو په باور، په هغه سرعت سره چې دا آسماني ډبره حرکت کوي، دا ممکنه ده چې په نورو 50,000 کلونو کې زموږ لمریز سیسټم ته یو ځل بیا ننوځي، مګر ښاغلی بایفر اندیښنه ښوولې چې کیدای شي لمریز سیسټم په بشپړه توګه دا ډبره دفع کړي چې بیا به هېڅکله دغه سیستم ته داخله نهشي.
تر دې وړاندې په ۱۹۹۷ کې یوه لویه ډبره چې ۶۰ کیلومتره قطر یې درلود، له ځمکې سره نږدې تېره شوه او په ۲۰۲۰ کې د دویم ځل لپاره بیا د ځمکې له مدار سره نږدې ولیدل شوه.
د دغه ساینس پوه د نظر له مخې، څومره چې آسماني ډبرې ځمکې ته نږدې وي، ساینس پوهان کولی شي د لمریز سیسټم په نورو سیارو کې د ژوند جوړښت او اغیزې وڅیړي او نور معلومات ترلاسه کړي.