
د افغانستان – پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې مسوولینو ویلي، د پاکستان حکومت یو ځل بیا د افغانستان پر ترانزیتي توکو بندیزونه لګولي دي.
دې خونې پرون چهارشنبه د مرغومي ۱۴مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه بندیز سوداګر د کراچۍ له بندر څخه په اسانۍ خپل مالونه نه شي لېږدولی.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د پاکستان حکومت د افغانستان له لارې د منځنۍ اسیا هېوادونو ته ۲ میلیونه ټنه تازه مېوه او خوراکي توکي لېږدوي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر، یونس مومند ویلي، د پاکستان د حکومت دا ډول کړنې د ټولو نړیوالو اصولو خلاف دي.
په همدې حال کې د مالیې وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د پاکستان له حکومته غوښتي چې د افغانستان پر ترانزیتي شتمنیو د بندیزونو لګولو پر ځای دې د ترانزیت له نړیوالو اصولو سره سم اسانتیاوې رامنځته کړي.
د یادولو ده چې د افغانستان د سوداګریزو توکو لویه برخه د پاکستان له لارې نورو هیوادونو ته صادریږي.