د اسلامي امارت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت افغانستان ته د روسیې د ګازو د انتقال طرحې هرکلی کړی او دا پرېکړه یې د سیمې او هیواد په ګټه بللې ده.

وروسته له هغې چې د روسیې د صدراعظم مرستیال، الکساندر نواک له روسیې څخه افغانستان او پاکستان ته د ګازو د انتقال د پلان په اړه وویل، د اسلامي امارت رسنیو د صنعت او سوداګرۍ وزارت په حواله دغه پلان د هېواد په ګټه بللی او زیاته کړې یې ده چې اوس په افغانستان کې د سوداګرۍ او ترانزيت لپاره ښه زمينه برابره شوې ده.

د روسيې د لومړي وزير مرستيال ويلي چې دوی هوډ لري چې خپل طبيعي ګاز د نل‌ليکې له لارې د افغانستان او پاکستان بازارونو ته ولېږدوي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې روسیې څه موده مخکې لویدیځ ته خبرداری ورکړی و چې که خپلو بندیزونو ته دوام ورکړي، روسیه به جرمني ته د ګازو نل‌لیکې وتړي.