د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مسوولین وايي، په تېرو اتو میاشتو کې د سیمې او نړۍ ځینو هېوادونو ته شاوخوا درې زره ټنه جلغوزي صادر شوي او په دې برخه کې نورې هڅې هم کېږي. 

د دغو وزارت مسوولینو ویلي، چې د جلغوزیو دا صادرات په تېرو اتو میاشتو کې سیمې، اروپا او امریکا ته شوي دي.

د مسوولینو په وینا، یوازې په اتو میاشتو کې له دوه زره او دوه سوه ټنه زیات جلغوزي چین ته صادر شوي دي.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت زیاته کړې چې دوی هڅه کوي افغانستان له بېلابېلو هېوادونو سره د هوايي دهلیز له لارې ونښلوي او خپلې سوداګرۍ ته د صادراتو په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي. 

بلخوا د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي، چې پر دې سربېره ۳ زره ټنه جلغوزي صادرولو ته برابر دي او اسلامي امارت د سوداګرو د بانکي ستونزې د حل په برخه کې هڅې کوي. 

خو د هېواد یو شمېر کروندګرو بیا ویلي چې په افغانستان کې د تېر کال پر پرتله سږ کال د جلغوزیو په محصلاتو کې پنځلس سلنه کمښت راغلی دی.