د زابل د عامې روغتيا ریيس، ډاکټر عبدالحکيم حکيمي نن سهشنبه د لیندۍ ٢٩مه، ویلي د دې ناروغۍ لسګونه شکمنې پېښې ثبت او تر اوسه یې دوه ماشومان وژلي دي.
د زابل روغتيايي سرچينو ويلي دي، د دې شکمنې ناروغۍ نښې زياتې تبې او له خولې او پوزې څخه د وينې راتلل دي.
دا ناروغي تراوسه نه ده پېژندل شوې او د درملنې بهیر یې نه ده پیل شوی، خو ښاغلي حکیمي ویلي چې روغتیايي کارکوونکي د ناروغانو په درملنه بوخت دي.
د نامعلومو ناروغیو خپرېدل د بېوزلۍ او د اقلیمي بدلون مستقیمه پایله ده، چې دا مهال په افغانستان کې د بېوزلۍ کچه ۹۷٪ ته لوړه شوې ده.


