د فوټبال نړیوال جام سیالیو په لړ کې د درېیم مقام ګټلو لپاره نن مراکش او کروېشیا سره لوبه کوي.

دا لوبه نن شنبه د لیندۍ ۲۶مه د قطر په خلیفه لوبغالي کې د کابل پر وخت ماښام اووه‌نیمې بجې کېږي.

مراکش په نیمه‌پایلوبه کې له فرانسې او کروېشیا له ارجنټاین خپلې لوبې وبایللې.

هره لوبډله چې د نن سیالۍ ګټي د ۲۰۲۲ د فوټبال نړیوال جام درېیم مقام ترلاسه کوي او د لوبې په پای کې به دواړه لوبډلې له نړیوال جام سره خدای پاماني وکړي.

بلخوا د ارجنټاین او فرانسې لوبډلو مینه‌وال سبا (یکشنبه د لیندۍ ۲۷مه) پایلوبې لپاره شېبې شماري.

کارپوهان تر ډېره د فرانسې د ګټلو په اړه تبصرې کوي، خو د فوټبال د نړیوال جام سیالیو پایلې په تېره بیا د دې جام سیالیو پایلې له تمې لرې دي او د ارجنټاین-سعودي عربستان په ګډون د څو سیالیو برخلیک د فوټبال مینه‌والو د تمې پر خلاف وې.