
د ریاستالوزرا د اقتصادي مرستیال دفتر په یوه اعلامیه کې د ملي تدارکاتو کمیسیون د لومړۍ غونډې خبر ورکړی دی.
دغه دفتر پرون ویلي وو چې د ملا هبت الله آخندزاده په امر او د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمیسیون جوړ شوی دی.
د ملا برادر دفتر نن چهارشنبه د لیندۍ ۲۳مه پر ټویټر لیکلي چې د دغه کمیسیون په لومړۍ ناسته کې یې ۱۳ قراردادونه څېړلي دي.
د دوی په وینا، په ۱۳ څېړلشویو قراردادونو کې ۷ پروژې تایید شوې او یو قرارداد ځڼدول شوی دی .
د دغه کمیسیون په لومړۍ ناسته کې ویل شوي چې ټولې ادارې باید د پروژو تر پیل وړاندې د خپلو قراردادونو د څېړلو لپاره لومړۍ دغه کمیسیون ته مراجعه وکړي.
ویل کېږي، د ملي تدارکاتو کمیسیون د مخکني حکومت پر مهال په ۲۰۱۴ کې د دولتي پروژو د بیاکتنې لپاره جوړ او د دولت یو له مهمو ادارو څخه ګڼل کېده.
دا اداره د اسلامي امارت له واکمنېدو سره سم وتړل شوه، خو له چې ۱۶ میاشتو وروسته یو ځل بیا فعاله شوه.
د اسلامي امارت د لومړي وزیر دفتر ویلي چې د دغه کمیسیون له فعالیدو څخه موخه د شفافیت تامین، د اغیزمنو خدمتونو وړاندې کول او د تدارکاتو ستونزو ته د حللارې موندل دي.