
د عربي متحده ایالت رسمي رسنیو فضا ته د «راشد» په نامه سپوږمکۍ توغولو خبر ورکړی.
وام خبري اژانس لیکلي، د سپوږمکۍ لېږلو په مراسو کې د عربي متحده ایالاتو لومړي وزیر هم ګډون کړی و.
خبرپاڼې زیاته کړې، تېره ورځ د ډسمبر ۱۱مه دا سپوږمکۍ د ۹ سپیس اکس لېږدلو سره د امریکا فلوریدا ایالت کیپ کاناورال فضایي مرکز څخه وتوغول شوه.
عربي متحده ایالت وروسته له امریکا او روسیې نه لومړنۍ عربي هېواد دی چې د سپوږمکۍ توغندی یې په بریالیتوب سره وازمایه.
دا توغندی به پنځه میاشتې وروسته په ۲۰۲۳ کې د اطلس خوله، او د سرما سیند (Mare frigoirs) ختیځ لوېدیځ کې راکښته شي.
د یادې سپوږمکۍ اوږدوالی یې ۸.۴۹ او پلن والی یې ۵۳.۵ او ۵۳.۸۵ سانتی متر مربع ده.
دا سپوږمکۍ څلور څرخه او ۱۰ کیلو ګرامه وزن لري چې د چین له توغندي لږ وزن لري.
د دې سپوږمکۍ یوه ورځ په فضا کې د ځمکې ۱۴ ورځو سره برابره ده او ټاکل شوې چې دا سپوږمکۍ به د فضا په اړه نوي معلومات راغونډ کړي.