افغانستان ته رارسېدلي نوي بانک‌نوټونه ‎تر اوسه بازار ته نه دي وړاندې شوې او د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا څارونکې ادارې یا سیګار ویلي چې زاړه بانک‌نوټونه د ډېر خراب‌والي له امله رد شوي دي.

سیګار نن چهارشنبه د لیندۍ ۱۶مه په یو ټویټ کې ویلي، سوداګریز بازارونو ته د نویو چاپ‌شویو بانک‌نوټونو نشتوالی به د انفرادي بانکنوټونو فزیکي کیفیت د خرابېدو لامل شي.

سیګار زیاتوي،که دغه بانکنوټونه په ټاکلي وخت د تبادلې لپاره بازار ته وړاندې نه شي، نو دا به د دې لامل شي چې افغاني بانکنوټونه په بشپړ ډول له منځه ولاړ شي او په راکړه ورکړه کې به رد شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د نويو چاپ شويو افغاني بانکنوټونو لومړۍ کڅوړه، چې ټاکل شوې د زړو شويو بانکنوټونو پر ځاى بدله شي، د لړم پر١٧مه له پولنډ څخه کابل ته را ورسېده.