د افغانستان د کنګل‌شویو شتمنیو د صندوق د څارنې بورډ یو غړی «شاه محمد محرابي» په کابل کې د افغانستان بانک د عالي شورا په دوه ورځنۍ غونډه کې ګډون کوي.

باختر آژانس خبر ورکړی چې شاه محمد محرابي به نن د لیندۍ ۱۵مه کابل ته راشي.

ښاغلی محرابي له څو کلونو راهیسې په امریکا کې ژوند کوي او اوس د افغانستان د کنګل‌شویو شتمنیو د صندوق د څارنې بورډ غړیتوب لري او همدا راز د مرکزي بانک د عالي شورا غړی او د دغه بانک د پلټنې مشر دی.

شاه محمد محرابي ویلي، د افغانستان بانک د عالي شورا په غونډه کې به د دغه بانک پر اداري او عملیاتي مسایلو خبرې وکړي.

د افغانستان د خلکو صندوق په سویس کې د امریکا له خوا تاسیس شوی او د افغانستان د سرو زرو له زیرمو څخه یې ۳.۵ ملیارده ډالره د خوندیتوب لپاره ساتل کېږي.

په سویس کې د دغه صندوق تر جوړېدو وروسته تر اوسه دوه کوچني او لوی افغاني بانکنوټونه چاپ شوي دي.

محرابي د افغانستان بانک د عالي شورا د دوه ورځنۍ غونډې په اړه نور جزئيات نه دي ورکړي، خو په وینا یې چې په اکتوبر کې د افغاني بانکنوټونو د چاپ لګښت د مرکزي بانک له خوا د دوو نړيوالو شرکتونو حسابونو ته سپارل شوى دى.

اوسمهال دغه صندوق څلور څارونکي لري چې په هغو کې محرابي او د مالیې پخوانی وزیر او د مرکزي بانک رئیس انورالحق احدي شامل دي.

که څه هم په سويس کې د دغه صندوق د جوړېدو موخه د افغانستان د شتمنيو ساتنه بلل کېږي، خو د دې کمېټې غړي، انورحق احدي ویلي چې امريکا په دغه صندوق کې هېڅ ډول پيسې نه دي جمع کړې.

تېر کال د اسلامي امارت تر واکمنېدو وروسته امریکا د افغانستان ټولې بهرنۍ شتمنۍ کنګل کړې.

څو میاشتې وړاندې د امریکا ولسمشر جو بایډن امر وکړ چې د دغو شتمنیو نیمايي یې د سپټمبر د یوولسمې د قربانیانو کورنیو ته ځانګړې کړې او پاتې نیمايي پیسې به له افغانستان سره د بشري مرستو په برخه کې ولګول شي.